رسنیو د موزمبیق چاوراکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمالي ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۱ کسان مړه شوي دي.
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.
سرچینې ویلي، یاده کښتۍ په اصل کې د کبانو نیولو لپاره جوړه شوې وه، خو ۱۳۰ کسان په کې سپاره وو او هڅه یې کوله چې د نامپولا ولایت ته نږدې یوې جزیرې ته ورسېږي چې له رسېدو مخکې له ستونزو سره مخ شوه.
د نامپولا په ولایت کې یوه چارواکي وویل: «په کښتۍ کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او د مسافرو د وړلو لپاره مناسبه نه وه، په پای کې ډوبه شوه او ۹۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي چې ډېری یې ماشومان دي.
د نامپولا په ولایت کې یوه چارواکي وویل، ډېری کسانو هڅه کوله چې د کولرا ناروغۍ په اړه د خپرو شويو معلوماتو د وېرې له امله له خپل استوګنځیو وتښتي.
فرانس پرس خبري اژانس د موزمبیق حکومت د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د جنوبي افریقا دغه هېواد کې له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د کولرا ناروغۍ له امله ۳۲ کسان مړه شوي دي.
Views: 9