ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تاجکستان اوسېدونکو لپاره ترکیې ته د سفر ویزې معافیت د دغه هېواد د ریاست جمهوري فرمان په صادرېدو لغوه شو.
د ترکیې اناتولي اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ریاست جمهوري د فرمان له مخې د تاجکستان هغه اوسېدونکي چې عادي پاسپورټونه لري، وروسته له دې ترکیې ته د سفر لپاره باید ویزه ترلاسه کړي.
سرچینې لیکلي، د تاجکستان عادي پاسپورټ لرونکو لپاره ترکیې ته د سفر د ویزې معافیت د نړۍوال محافظت او د بهرنیو اتباعو د ۶۴۵۸ شمېر قانون د ۱۸ بند پر بنسټ لغوه شوی دی.
مخکې له دې د تاجکستان اوسېدونکو پرته له ویزې کولای شول چې ترکیې ته سفر وکړي خو د یادې پرېکړې د لغوه کېدو لامل څرګند نه دی.
Views: 6