د افغانستان والیبال فدراسیون وایي چې د والیبال ملي لوبډلې په نړۍواله درجهبندۍ کې له څلورشپېتم څخه یوشپېتم ځای ته پرمختګ کړی دی.
د افغانستان والیبال فدراسیون سکرتر جنرال محمدناصر نوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال ملي لوبډلې په نړۍواله درجهبندی کې ۶۱م ځای خپل کړی دی.
نوموړی وایي، مخکې افغانستان په نړۍواله درجهبندې کې ۶۴ ځای کې و، خو هغه زیاته کړه چې په اسیا کې بیا د والیبال ملي لوبډله اوس هم په ۱۵ مقام کې ده او پرمختګ یې نه دی کړی.
د راپورونو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې د والیبال ملي لوبډلې په نړۍواله درجهبندې کې له ۷۹ څخه ۶۴ ځای ته او په اسیا کې له ۳۷ څخه ۱۵م ځای ته پرمختګ کړی و.
Views: 142