د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره وایي، پر افغان ښځو کاري بندیزونه لګول هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر زیان اړوي.
د امریکا سفارت شارژدافیرې مېرمن کرېن ډېکر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یو شمېر افغان رسنیو مشرانو سره په انلاین ګردي مېز کې کړې دي.
د امریکا سرپرست سفیرې وویل چې د افغانستان اوسني حکومت د ښځو په تړاو ۵۰ فرمانونه صادر کړي او پر هغوی یې محدودیتونه لګولي، په داسې حال کې چې د نړۍ په هیڅ بل هېواد کې پر ښځو دا ډول بندیزونه او محدودیتونه نه دي لګول شوي.
نوموړې زیاته کړې: «دا محدودیتونه د افغانستان تاریخ او کلتور نه انعکاسوي، دا درېیم کال دی چې د نجونو ښوونځې تړلي دي، افغانستان د نړۍ یوازینۍ هېواد دی؛ چېرته چې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو او ښځې د کار اجازه نه لري.»
مېرمن ډیکر وایي، پر افغان ښځو کاري بندیزونه لګول هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر زیان اړوي چې دا هېواد یې نور نه شي تحمل کولی.
هغې زیاته کړه: «په خپله د طالبانو په خبره چې دوی نه غواړي افغانستان د نورو پر مرستو متکي اوسي، نو چې د افغانستان نیمایي نفوس له زدهکړو او کار څخه محروم وي، څنګه دوی په خپل ځان متکي کېدای شي.»
د امریکا د سفارت سرپرستې وویل چې د اقلیم بدلون هم پر افغانستان بده اغېزه کړې او د نړۍوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، افغانستان د تېرو ۲۷ کلونو تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی، سېلابونو هم درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، فصلونه یې له منځه وړي او خلک یې بېځایه کړي دي.»
هغې زیاته کړه چې له ټولو ښځې او نجونې ډېرې زیانمنې کېږي.
د هغې په وینا، د اقلیم بدلون د افغانستان کرنیز سکټور سخت ځپلی، کروندګرو، سوداګرو او مصرفوونکو ته یې زیانونه اړولي دي، ښځې د کرنې برخه کې مهم رول لوبوي خو د مسوولینو له خوا پر هغوی د محدودیتونو لګول ښځې ډېرې زیانمنوي.
مېرمن کرېن ډیکر وویل، ښځې کولی شي چې د اقلیمي بدلون ترڅنګ د افغانستان ستونزې هوارې کړي، خو هغوی ته باید په هره برخه کې د خبرو چانس ورکړل شي؛ هغوی باید د افغانستان د راتلونکي په تړاو د هر ډول مذاکراتو او خبرواترو برخه وي.
Views: 17