د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې په یوه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا لوبه نن سه شنبه (د وري په ۷مه) د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د هند په «ګواهاتي» ښار کې ترسره شوه.
د لوبې تر نیمایي پورې هندوستان یو پر صفر مخکې و، خو د لوبې په دویمه برخه کې افغانستان لومړی ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه.
د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې افغانستان ته پنلټي ورکړل شوه، چې ګول وهلو سره یې افغانستان دوه پر صفر دا لوبه وګټله.
تیره اونۍ په سعودي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه صفر په صفر مساوي پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې له کویټ او قطر وروسته څلورمه او له هند سره یې دویمه سیالي ده چې ترسره کړه.
Views: 70