د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غزې د اسراییل د یرغل تر پنځو میاشتو وروسته هلته د اور بند پرېکړه لیک تصویب کړه، خو امریکا خپله رایه ونه کاروله.
دې پرېکړه لیک ته نن دوشنبه (وري شپږمه) د امنیت شورا ټولو ۱۴ غړیو مثبتې رایې ورکړلې او متحده ایالاتو چې د اسراییل تر ټولو نږدې متحد دی، له رایې ورکولو ډډه وکړله.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې په غزې کې د روژې په میاشت کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه شوې ده.
په پرېکړه لیک کې همدارنګه غوښتل شوي چې دا موافقه دې په غزې کې د “دایمي او ثابت” اوربند سبب شي او د حماس ډلې څخه هم غوښتل شوي چې پاتې ټول برمته شوي کسان خوشې کاندي.
د پرېکړه لیک مسوده د الجزایر لخوا ترتیب شوې وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د عربي هیوادنو استازیتوب کوي. سلوانیا او سویټزرلینډ هم د پرېکړه لیک مسودې په لیکو کې مرسته کړې.
د روسیې استازې مخالفت درلود چې له پرېکړه لیک څخه د “دایمي اوربند” ټکی لیرې شوي او په دې هکله یې د رایې ګیرۍ غوښتنه وکړله خو منظوره نشوه.
سره له دې چې متحده ایالاتو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اوربند په هکله پریکړه لیکونه رد یا ویټو کړي وو، خو په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو باندې ټینګار او ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله ځیني هغه دلایل دي چې د متحده ایالاتو او اسرائیل مشرانو تر منځ یې مخالفت پیدا کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د همدې تیرې جمعې په ورځ د امنیت په شورا کې غزې کې په سمدستي توګه د اوربند په “اهمیت” پریکړه لیک وړاندې کړی و چې روسیې او چین یې مخالفت وکړ او په امریکا کې انتقاد کاوه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې بندیدو لپاره یې په ښکاره توګه د اوربند غوښتنه نه ده کړې.
بل خوا بیا اسراییل تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیکونو انتقادونه کړي ځکه وایي چې په ځانګړې توګه د حماس ډله په کې نه ده غندل شوې.
د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې وروسته تر هغې پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي بریدونو او ځمکني یرغل کې څه باندې ۳۲ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی چې د حماس عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.
Views: 14