د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم دروازه له درې ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.
یاده دروازه نن سهار شاوخوا ۱۲ بجې پاکستاني اړخ تړلې وه.
د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، پاکستان له درېيو ساعتونو وروسته بېرته تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه کړه.
تر دې وړاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قريشي بدلون ويلي وو چې پاکستاني اړخ نن د وري په ۵مه يو ځل بيا د تورخم دروازه د خلکو پر مخ وتړله.
تورخم کې د لاسي کراچۍ يوه چلوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ويلي وو چې په تورخم کې پاکستاني مسوولينو په خپل منځ کې شخړه کړې؛ ځکه مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل کېږي، له دې مخکې هم په کراتو دغه کار شوی دی.
Views: 23