د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو د اړېکو خرابیدل د پاکستان ناکامه بهرنۍ پالیسۍ ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونې په زندان کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلی یې دي، که افغانستان سره اړېکې خرابې شي؛ نو پاکستان کې به د ترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی راشي.
نوموړي دغه راز ويلي چې د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت ورته د پاکستاني طالبان (TTP)د مسلې حل کولو کې د مرستو ډاډ ورکړي و، خو په خبره یې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان په زور واکمن شوي حکومت افغانستان ته پاملرنه نه ده کړې، چې له امله یې پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شوي او درد یې پاکستان ولس ګوري.
هغه زياته کړې، د افغانستان په ګډون ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړېکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پاليسي ناکامي څرګندوي.
د يادونې ده چې عمران خان دا مهال په زندان کې ده، خو هر وخت په ځینو مهمو مسئلو کې د خپل نظر څرګندونه کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان جېټ الوتکو څو ورځې مخکې د افغانستان په ځینو سیمو کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
Views: 13