نن سهار د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی چې درې کسان په کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار له امنیه قوماندانۍ په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار اتهنیمې بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د نوي کابل بانک مخې ته د هغو کسانو په منځ کې چاودنه کړې چې بانک ته د خپلو پیسو ترلاسه کولو په موخه په کتار کې ولاړ وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
سرچینې لیکلي، ټپيان په وخت ملکي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي او زیاته کړې یې ده چې روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویلي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
Views: 13