د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۲۳۴۵ کسان کېږي، د تېر کال د کب میاشتې له ۲۴مې د وري تر لومړۍ پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۹۹ کورنۍ او ۵۰۴ کسان له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۱۸۴۱ کسان د هرات اسلامکلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د کب میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰۳۴ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راغلي وو.
Views: 10