د راپورونو له مخې، د بلوچستان په سوداګریز بندر کې د پاکستان پر پوځي او ملکي تاسیساتو ډله ییز بریدونه شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د وري په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د پوځ د اعلامیې په حواله خبر ورکړی چې یو شمېر وسله والو په ګودار کې پر دولتي تاسیساتو د برید او هلته د ننوتلو هڅه کوله چې د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.
سرچینې زیاته کړې چې په رامنځته شوې نښته کې اته تنه بریدګر و وژل شول خو په جګړه کې دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
بلخوا د ګوادر مرستیال کمېشنر متقاعد ډګروال اورنګزيب باديني بي بي سي ته ويلي، په دې عملياتو کې اووه بريدګر او يو امنيتي افسر وژل شوي دي.
خو د ده په وینا، ښايي د تلفاتو شمېره تر دې لوړه وي.
د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، د چهار شنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ګوادر بندر په اداري کمپلکس له احاطې د چاودنو او ډزو غږونه واورېدل شول، چې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
د ګوادر اداري کمپلکس کې مهم حکومتي دفترونه دي. ایس کمپلکس کې د برېښنا چارو اړوند (واپډا)، ټاکنو کمیسیون او نورو امنیتي ادارو دفترونه شته.
عیني شاهدانو ویلي، لومړی یوه لویه چاودنه وشوه، چې غږ یې د ګوادر ښار تر لېرې اورېدل شوی دی.
عيني شاهدان وايي، تر بريد وروسته د شاوخوا اته وړو چاودنو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي، د عیني شاهدانو په وینا ډزو یو ساعت دوام وکړ.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ويډيوګانو کې هم د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) د برید مسؤلیت منلی دی. دوی ویلي چې نن تر غرمې وروسته یې هلته یې په داسې حال کې ډله ییز برید وکړ چې له چینایي انجنیرانو سره د ملکي او پوځي مشرانو ناسته روانه وه.
دغې ډلې ادعا کړې چې په دې برید کې لسګونو نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 11