افغانستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم ایرلینډ ته په سترې ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ دوه پر یوه وګټله.
دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې ترسره شول.
د درېیمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۵ منډې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبډلې دا ځل د افغانستان د تېزو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۹۸ منډو وسوځېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۵۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري عظمت عمرزي ښکلې توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول، نوین الحق درې، فضل حق فاروقي، راشد خان او ننګیالي خروټي یو یو لوبغاړي وسوځول.
ابراهیم ځدراڼ د دریېمې لوبې او راشد خان د درېیو شل اووریزو لوبو دلړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.
تر دې مخکې لومړۍ ټسټ لوبه ایرلینډ وګټله، خو د یوه ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ګټلې وه.
Views: 12