د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د بلجیم په کوربهتوب د تکواندو نړۍوالو سیالیو کې خپلو ایرلېنډي، فرانسوي، کولمبیایي او اسپانوي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د نقرې مډال وګاټه.
فرزاد منصوري نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د بلجیم په اوپنG2 نړۍوالو سیالیو کې یې د نقرې مډال وګاټه.
هغه زیاته کړې چې په یادو سیالیو کې یې ایرلېنډي، فرانسوي، کولمبیایي او اسپانوي سیالانو ته ماتې ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، فرزاد منصوري اوس مهال په انګلستان کې اوسېږي او تېره اونۍ یې د پاریس المپیکي سهمیه سیالیو کې د برنزو مډال ګټلی و.
Views: 45