په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید کې د یوه افسر په ګډون اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د عامه اړیکو له دفتر (آی اېس پي آر) لخوا د کب په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید نن د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، وسله والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر هلته د امنیتي ځواکونو له یوې پوستې سره جنګولی اوله چاودنې وروسته نور ځانمرګو بریدګرو هلته برید پیل کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د ودانۍ یوه برخه وغورځېده چې له امله یې پنځه سرتېري و وژل شول.
د پاکستان پوځ ویلي، له ځانمرګو بریدګرو سره په جګړه کې دیوه افسر په ګډون دوه نور سرتېري او شپږ تنه بریدګر هم و وژل شول.
Views: 19