د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وویل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د یخچال سیمه کې د یوه ۵۸۰ بس موټر، موټرسایکل او ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې ۲۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ریاض په وینا، په دې پېښه کې ۵۸۰ موټر اور اخیستی چې د ډېرو کسانو جسدونه سوځېدلي هم دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت د ارزونې ټیم رسېدلی او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
د یادونې ده، د یادې پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د ګړندي تګ او موټر چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
Views: 12