د افغانستان تکواندو ملي فدراسیون وایي چې د تکواندو ملي لوبډلې دوو لوبغاړو محسن رضایي او علياکبر امیري خپلو سیالانو ته لوبې وبایللې او د پاریس ۲۰۲۴ کال له المپیکي سیالیو پاتې شول.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترهکي نن پژواک ته وویل چې محسن رضایي په لومړۍ لوبه کې خپل جاپاني سیال ته ماتې ورکړه، خو دویمه لوبه یې فلسطیني سیال ته وبایلله او د پاریس د ۲۰۲۴ کال المپیکي سیالیو ته یې لار پیدا نه کړه.
هغه زیاته کړه، همدارنګه په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي علي اکبر امیري هم خپل ټایواني سیال ته لوبه وبایلله او له دې سیالیو بهر شو.
دغه سیالۍ تېره ورځ په چین کې پیل شوې او نن پای ته رسېږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د تکواندو بل افغان لوبغاړي علي رضا عباسي بیا په دغو سیالیو کې خپلو نیپالي، فیلیپیني او هانګ کانګي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره و کولای شو چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال المپیکي سیالیو ته لار پیدا کړي.
Views: 6