ایرلینډ د کرکټ په لومړۍ نړۍواله شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته د ۳۸ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن د کب په ۲۵مه، د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګتله، خو لومړۍ یې ایرلینډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان په لوبډله کې دا ځل ډېرو ځوانولوبغاړو ته چانس ورکړل شوی و.
د ایرلینډ لوبډلې ښه پیل وکړ، خو وروسته د راشد خان او ننګیالي خروټي د ښه توپوهنې له امله یې شپږ لوبغاړي په ۱۰۰ منډو سوځیدلي وو، په وروستیو کې د ایرلینډ لوبغاړي ټېکټور ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله.
ایرلینډ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري راشد خان درې او خروټي دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان لوبډلې چې د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، نو په پرله پسې یې لوبغاړي وسوځېدل او بالاخره ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځېدله. دغه راز ایرلینډ دا لوبه د ۳۸ منډو په توپیر سره وګتله.
د افغانستان له لوري محمد اسحق ۳۳، محمد نبي ۲۵ او اعجاز احمدزي ۱۶ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې د یوه ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر صفر افغانستان ګټلې وه، خو یواځینۍ ټسټ لوبه بیا ایرلینډ وګټله.
Views: 203