د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند تر راتلونکو نهو ورځو له خپل چکي رقیب یکوب بهنیک سره سیالي کوي.
واحدالله نژند پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې دغه سیالي به د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه د المان په اشتوتګارت ښار کې ترسره شي.
هغه ویلي، دغه سیالي به د رزمي سازمان «اوکتاګون» په پنځهپنځوسم پړاو کې د ۷۴ کیلوګرامه وزن کې ترسره شي.
د واحدالله نژند خور ازیتا نژند پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالي د المان په یوه معتبر سازمان کې ترسره کېږي چې برخلیک ټاکونکې ده.
هغه زیاتوي: «واحدالله به له بریا وروسته یواېفسي سازمان ته لار ومومي او کولای شو ووایو چې دا یوه ډېره برخلیک ټاکونکې سیالي ده.»
د یادونې ده چې د نژند سیال یکوب بهنیک تر اوسه په خپلو سیالیو کې ۹ ځله بریا ترلاسه کړې او څلور ځله یې ماتې خوړلې ده.
واحدالله نژند هم په خپلو سیالیو کې له ۷ بریاوو او دوو ماتو وروسته دغه سیالي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې واحدالله نژند سږ کال تلې میاشت کې هم له خپل پولنډي سیال سره سیالي کړې چې هغه ته یې ماته ورکړې ده.
Views: 18