د امریکا ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان اعلان کړل.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په نومبر کې ترسره کېږي.
جوبایډن د ډیموکرات او ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوندونو له خوا د نوماندۍ لپاره د لازمو ګوندي استازو شمېر پوره او په ګوندي کنوانسیونونو کې په رسمي توګه له نوماند کېدو وروسته به دغه دواړه کاندیدان د نومبر په عمومي ټاکنو کې سره مخامخ شي.
بایډن او ټرمپ د سې شنبې ورځ (د مارچ ۱۲مه) د جورجیا، مسیسیپي او واشنګټن ایالتونو مقدماتي ګوندي ټاکنې وګتلې او په دې توګه یې وکړای شول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل ګوند نوماندۍ لپاره د پوره شمېر استازو ملاتړ ترلاسه کړي.
د ډیموکرات ګوند نوماند بایډن د ولسمشرۍ لپاره د دغه ګوند د نوماندۍ ګټلو لپاره د ۱۹۶۸ استازو ملاتړ ته په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ټرمپ بیا د ولسمشرۍ لپاره د دغه ګوند د نوماندۍ ګټلو لپاره د ۱۲۱۵ استازو ملاتړ ته اړتیا لرله.
بایډن تېره ورځ د ۱۰۲ استازو رایو او ټرمپ بیا د ۱۳۷ استازو رایو ته اړتیا درلوده چې دواړو وکولای شول دغه شمېر پوره کړي.
که څه هم د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته اته میاشتې وخت پاتې دی خو دغو دواړو سیالانو لا د مخه په خپلو ویناوو کې پر یو بل سختې نیوکې پیل کړې دي.
همدارنګه له دې سره سره چې بایډن او ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د خپلو اړوندو ګوندونو نوماندۍ ګټلو لپاره د استازو کافي رایې ترلاسه کړې دي خو دوی دواړه به په رسمي ډول تر هغه د ګوندونو نوماندان ونه بلل شي څو ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو یې د نوماندۍ په اړه وروستۍ ناسته نه وي جوړه کړې.
د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ غونډه به په جولای کې او د ډیموکراټ ګوند نوماندۍ غونډه به په اګسټ کې جوړه شي.
ورته مهال، ملي ټولپوښتنې تر دې دمه ښودلې چې ډونالډ ټرمپ له جوبایډنه یو څه مخکې دی، خو ټرمپ هم له بېساري جنایي قضیو سره مخ دی او ټاکل شوې د مارچ په ۲۵مه محکمې ته حاضر شي.
د امریکا ولسمشر د سراسري رایو له لارې نه ټاکل کېږي، بلکې په هر ایالت کې د ټاکنو پر بنسټ ټاکل کېږي، همدارنګه د هر ایالت انتخاباتي رایې توپیر لري خو له دې سره سره د هر ایالت د رایو ګټونکی د هغه ایالت د انتخاباتي رایو ګټونکی ګڼل کېږي.
Views: 8