د ایرلینډ پر وړاندې د کرکټ شل اووریزو سیالیو لپاره د راشد خان په مشرۍ د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه، چې ډېری ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی.
د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د شپې ناوخته د راشد خان په مشرۍ ملي لوبډله اعلان کړه.
راشد خان چې تېر کال په هند کې د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام څخه وروسته د نومبر په میاشت کې د ملا د عملیاتو له امله له لوبډلې بهر و، اوس بېرته له ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
د کرکټ بورډ لخوا اعلان شوې لوبډله کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، مجیب ځدراڼ، نور احمد، فضل حق فاروقي، وفادار مومند، ننګیالی خروټی، فرید ملک، اسحق رحیمي، اعجاز احمدزی او صدیق اتل شامل دي.
په اعلان شوې لوبډله کې وفادار مومند، ننګیالی خروټی، اسحق رحیمي، اعجاز احمدزی او صدیق اتل نوي ځوانان دي، چې د کرکټ د څارونکو او مینه والو لخوا یې هرکلی شوی دی.
د کرکټ لوبې څارونکی او څېړونکی مشتاق رحیم د نوې لوبډلې په اړه په فیسبوک کې لیکلي، کرکټ بورډ زړه وکړ او زړوره پرېکړه یې وکړه.
ده زیاته کړې:” که درته ووایم، عجبه خوندوره ټیم یې ټاکلی، ډیر اګر مګر پکې نشته. اوس نو د مینه والو وار دی چې د بورډ، ټاکنیزې ډلې او دغه لوبډلې ملاتړ وکړي. که ګټو؛ نو ټولو اړونده مسولینو ته پوره پوره کریډټ ورکړو او ستاینه یې وکړو، که یې خدای مه کړه بایلو، نو ډیر شور ونه کړړ. د نن تاوان ته د اوږد مهال پانګونې په سترګه وګورو”.
لیکوال، ژورنالېست او د کرکټ لوبې څارونکي اېمل پسرلي هم د نوې اعلان شوې لوبډلې ملاتړ او ننګه کړې ده.
هغه فیسبوک کې لیکلي: “ ګومان کوم شل اووریزو ته هم عالي لوبډله اعلان شوې، په زلمو باور شوی، بس چې د لوبېدو موقع هم ومومي غوړي به لا غوړ شي. “
که څه هم ایرلینډ له افغانستان څخه ټسټ لوبه وګټله خو افغانستان وکولی شول چې د یوه ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټي.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ شل اووریزه لوبه د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۵مه، دویمه د مارچ په ۱۷مه او درېیمه د مارچ په ۱۸مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
Views: 521