بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ له ډېرېدو سره د قیمتي ډبرو او له ډبرو د جوړ شوو قیمتي توکو بازار ښه شوی دی.
بلخ کې د دغو توکو پلورونکي وایي چې دغه ولایت ته د ګڼ شمېر بهرنیانو راتګ او ورسره د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی د دې لامل شوي چې د یادو توکو بازار ښه شي.
بلخ کې له قیمتي ډبرو د جوړ شوو توکو یوه پلورونکي محمدیوسف وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د قیمتي ډبرو او له دغو ډبرو د جوړ شوو توکو د خرڅلاو بازار ښه شوی دی.
هغه یې لامل بهر ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی او بلخ ته د ګڼ شمېر بهرني سیلانیانو راتګ بولي.
د یادو توکو یو بل پلورونکی شریفالله وایي، له قیمتي ډبرو لکه یاقوت، عقیق، زمرد او مرجان ډبرو څخه دوی غاړکۍ، لاسبند، ګوتمۍ، ټیکۍ او د ښځینه سینګار نور توکي جوړوي او بازار یې د تېر پر پرتله ښه شوی دی.
نوموړی وایي چې د افغانانو په ګډون یو شمېر بهرني سیلانیان هم له دغو ډبرو جوړ شوي توکي ترې پېري.
په همدې حال کې، د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیسي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی مهراب وایي چې خلک دې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او هم دې حکومت د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی وکړي.
سمیر هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې حکومت باید د قیمتي ډبرو کانونو کیدنې معیاري کړي او هم یې باید د قاچاق مخنیوی وکړي.
هغه وایي، دغه صنعت بې بدلیه دی او که حکومت د صنعتکارانو ملاتړ وکړي، یاد توکي به په بهر کې ښه بازار پیدا کړي.
بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې قیمتي ډبرې بهر ته قاچاق کړي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس امیرمحمد متقي وایي چې د تېرو کلونو پر پرتله په بلخ کې له قیمتي ډبرو د جوړ شوو توکو د خرڅلاو بازار ښه شوی او تولید یې وده کړې ده.
نوموړی یې لامل بهر ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی بولي او هم وایي چې د ښه امنیت له امله بهرني سیلانیان راځي او دغه توکي پېري.
متقي دغه راز وایي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي څو قیمتي ډبرې بهر ته قاچاق کړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شمېرو له مخې، روان کال بلخ ته له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۸۰۰ سیلانیان ورغلي دي.
Views: 14