ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې وروستۍ او درېیمه لوبه نن ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې د روانې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ نړۍواله یو ورځنۍ لوبه نن ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه پنځوس اووریزه لوبه د افغانستان پر وخت څلور بجې د متحده عربی اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي.
همدارنګه سرچینې ویلي، پرون د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلېنډ پر وړاندې د نننۍ لوبې لپاره د چمتووالي په موخه خپل تمرینات هم ترسره کړي دي.
دغه راز افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه د ورښت له امله لغوه شوه.
د یادونې ده چې له یو ورځنیو لوبو وروسته به د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د مارچ میاشتې په ۱۵مه د شل اووریزو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.
Views: 25