د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې میاشت ولیدل شوه، سبا دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده، خو د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې سبا روژه نه ده.
د سعودي عربستان رسنیو د دغه هېواد د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې نن د شعبان المعظم میاشتې په ۲۹مه، نیټه د رمضان المبارک میاشت ولیدل شوه؛ ځکه نو سبا دوشنبه به د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
بلخوا د افغانستان ملي تلویزیون د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی چې سبا دوشنبه روژه نه ده.
د یادې محکمې په وینا؛ د هلال کمېټه به سبا دوشنبې ماښام ناسته وکړي، چې له مخې به يې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ معلومه شي.
دغه راز په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم دوشنبه روژه اعلان شوې، خو د پاکستان حکومت هم ویلي چې سبا به د روژې د اعلان لپاره ناسته کوي.
Views: 11