د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پاکستان نن يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري خو د يوې هوکړې له مخې کوزې پښتونخوا ته ځي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي بدلون د کب په ۲۰مه وويل، پاکستان يو ځل بيا د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله.
هغه زياته کړه، پاکستاني چارواکو نن ناوخته په ننګرهار کې د ناروغانو تشخیص ځانګړي کمېسیون ته ویلي هغو ناروغانو ته به اجازه نه ورکوي چې ویزه ونه لري.
نوموړي له ناروغ لرونکو وغوښتل چې کمېسیون ته تر بلې خبرتیا پورې له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده، دوه میاشتې مخکې هم پاکستاني چارواکو د هغو ناروغانو او موټر چلونکو پرمخ تورخم دروازه دوولس ورځې تړلې وه چې ویزه او پاسپورټ یې نه درلود، چې وروسته بیا د افغان او پاکستاني چارواکو د خبرو پایله کې اجازه ورکول شوه.
Views: 8