يوناما د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې نور پای ته ورسوي.
نن (د مارچ اتمه) د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون ورځې په توګه نمانځل کېږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د يادې ورځې په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي، که نه نو دغه هېواد به د لا زیاتې بېوزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخ شي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبایوا ويلي: «په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړۍواله ورځ نمانځو، نړۍوال شعار یې ‘پر ښځو پانګونه وکړئ’ دی او دا باید یوه داسې شېبه وي چې د لا ډېرې پرمختیا لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.»
هغې زياته کړې: «دا بیا زړه بوږنوونکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقاْ برعکس حالت وینو، یوه قصدي او ناورین زېږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.»
دغه راز سرچينې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان له قوله ليکلي: «د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندېښمنوونکي ډول په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده، په دې توګه د جګړې، بېوزلۍ او انزوا له یوه ناوړه دورې د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنه کېږي.»
هغې زياته کړې، د افغان ښځو او نجونو وضعیت مسئله باید د نړۍوالو اندېښنو او اقداماتو په محور کې ځای ولري.
دغه راز، د ملي روغې جوړې پخوانۍ شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله اېکسپانه ليکلي: «د افغانستان میندو او مېرمنو په وروستیو څلورو لسیزو کې ډېرې قربانۍ وزغملې، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، ښځې او نر یې د وطن په پرمختګ او ترقۍ کې ونډه لري، په هېواد کې د نوي نسل تربیې مسوولیت د میندو له عاطفې په ډکو لاسونه پورې اړوند دی، ښځې دي چې د نوي نسل په سالمې روزنې سره ټولنه د خیر او فلاح لور ته سوقوي. د هغې ورځې په هیله چې افغان مېرمنې وکولای شي د خپلو بشپړو اسلامي، انساني او طبیعي حقوقو په ترلاسه کولو سره د هېواد په ابادۍ کې خپل تاريخي نقش ولوبوي.»
خو د طالبانو مرستیال وياند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپانه د يادې ورځې په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه خبرې بيا خپرې کړې دي.
هغه د ښځو حقونو په اړه د طالبانو د مشرتابه د شپږ فقرهییز فرمان يادونه کړې او ليکلي يې دي: «د ښځو حقوق هيڅ يوه نظام نه دي پوره کړي، اوس چې اسلامي نظام راغلی، د ښځو ټول شرعي حقوق خوندي شوي دي.»
تېر کال که څه هم چې دغه ورځ د طالبانو له لوري ونه نمانځل شوه خو د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بيا په دې ورځ د افغانستان ټولو مؤمنو، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته مبارکي ورکړې وه.
Views: 6