د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، غزه کې لس ماشومان له لوږې مړه شوي او هلته له دوو روغتونونو د دغه سازمان د لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې» دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیوایچاو) مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس پر خپله اېکسپاڼه ليکلي د دې سازمان چارواکو د غزې په شمال د العودة او کمال عدوان روغتونونو د ليدنو پر مهال موندلي چې هلته د خوارځواکۍ کچه سخته لوړه شوې، د لوږې له امله ماشومان مړه شوي، د تېلو، خوراکي او طبي توکو جدي کمښت راغلی او د روغتون ودانۍ ویجاړې شوې دي.
هغه ليکلي: «د العوده روغتون وضعیت په ځانګړې توګه ویروونکی دی، ځکه چې یوه ودانۍ ویجاړه شوې؛ د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون – چې د ماشومانو یوازینی روغتون دی – له ناروغانو ډک دی. د خوراکي توکو د نشتوالي له امله لس ماشومان مړه شوي، د خوارځواکۍ کچه سخته لوړه شوې او د برېښنا نشتوالي د ناروغانو پاملرنې برخه کې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.»
د ډبلیوایچاو مشر له دغو روغتونونو د خپلو لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې موندنې» بللې او زياته کړې یې ده: «موږ هر روغتون ته د ۹۵۰۰ لیټرو تېلو او ځینو اړینو طبي توکو رسولو توان درلود.»
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، غواړي له اسراییلو دا ډاډ ترلاسه کړي چې بشري مرستې په خوندي او منظم ډول رسول کیدای شي.
هغه زياتوي: «ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ماشومان او روغتیایی کارکوونکي سمدستي مرستې ته اړتیا لري؛ خو کلیدي درمل چې دا ټول ناروغان ورته اړتیا لري، اوربند او سوله ده.»
د فلسطین دولتي خبري اژانس «وفا» ليکلي چې د غزې د رفح ښار په یوه روغتون کې د لوږې له امله ۱۶ ماشومان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې په غزه کې ۵۷۶ زره کسان خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له ناورین سره مخ دي او له هرو شپږو هغو ماشومانو چې عمرونه يې له دوو کلونو ټيټ دي، یو یې له جدي خوارځواکۍ سره مخ دی.
Views: 10