نیکې هيلي د جمهوري غوښتونکو ګوند په ټاکنو کې د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو سره په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.
نیکې هیلي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ یوازېنۍ پاتې سیاله ده، توانېدلې چې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډيسي کې د ګوند رایې وګټي او په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړي.
په راپور کې راغلي، تېره ورځ د امریکا په پلازمېنه کې جمهوري غوښتونکو د خپل ګوند په ټاکنو کې ګډون وکړ او په پایله کې نیکې هیلي د ډونالډ ټرمپ د ۳۳ سلنې پر وړاندې ۶۳ سلنه رایو په ګټلو سره وکولای شول، څو د دې ښار او سیمې ټول ۱۹ ټاکنیزې استازولۍ خپلې کړي.
د پلازمېنې رایو په ګټلو سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکې هیلي اوس ۴۳ ټاکنیزې نمایندګۍ لري چې د ټرمپ له خوا د ګټل شوو ۲۴۷ ټاکنیزو استازولیو په نسبت لږ دي.
دغه راز هیلي د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې په پلازمېنه کې د ګوند لومړنۍ سیالۍ یې وګټلې.
سرچینې زیاته کړې: «ډونالډ ټرمپ تر اوسه ټولې ایالتي ټاکنې ګټلې دي او تمه کېږي چې سبا سه شنبې، د مارچ پنځمه به په ډېری ایالتونو کې ټاکنې ترسره شي او له همدې امله د “سترې سه شنبې” نوم ورکړل شوی، اټکل کېږي چې مېرمن هیلي ته بیا ماتې ورکړي او مطلقې بریا ته به د هغه نژدې کېدل رسمي کړي.»
همدارنګه له دې مخکې نیکي هیلي په نیواډا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شوې وه، سره له دې چې د رایو ورکولو په وخت کې ډونالډ ټرمپ موجود هم نه و.
Views: 6