د راپورونو له مخې، د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع په ګډون ددغې ډلې اته مهم کسان په اعدم محکوم کړل.
الجزیرې تلویزیون د کب په ۱۳مه، خبر ورکړی چې دترهګرۍ پر ضد دغې ځانګړې محکمې یاد کسان په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې دهغه مهال د ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ په موخه د لاریونونو کولو، املاکو ته د زیان رسولو او ورانکاریو په ترسره کړولو محکوم کړي دي.
د اخوان المسلمین ګوند د ۲۰۱۳ زیږدیز د مصر ټولټاکنې ګټلې وې او د دغه ګوند غړی محمد مرسي د مصر ولسمشر ټاکل شوی و، خو اوسني ولسمشر چې هغه مهال د پوځ مشر و، پر مرسي کودتا وکړه، د هغه حکومت یې ړنګ او د مرسي په ګډون یې لسګونه مشران یې بندیان او ګڼ شمېر نور یې اعدام کړ.
محمد مرسي وروسته په زندان کې مړ شو.
د راپورونو له مخې، د مصر یادې محکمې د اخوان المسلمین ډلې مشر محمد بدیع او مرستیال محمود عزت په ګډون اته مشران په اعدام، یو شمېر نور په عمري قید او ځینو نورو ته له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ورکړې ده.
Views: 8