راپورونه ښيي چې پاکستاني پوليسو د بلوچستان په کوېټې ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي پر کور چاپه وهلې او د هغه يو ساتونکی یې له ځان سره بيولی دی.
خو د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د محمودخان اڅکزي پر کور د چاپې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوليسو د محمودخان د کور مخې ته د يوې ځمکې د غصب ختمولو په موخه اقدام کړى دی.
د ياد ګوند عمومي منشي عبدالرحيم زيارتوال تېره شپه په کوېټه کې خبريالانو ته ویلي چې چاپه «د قاضي له کوم امر پرته ترسره شوې» او څلور دېوالونه یې خراب کړي دي.
محمودخان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند هم دی.
زيارتوال زياته کړې چې پوليسو د اڅکزي يو شخصي ساتونکى نيولى چې د یوې وسلې جواز یې هم درلود.
د راپور له مخې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي، د دغه ګوند مشر تېره ورځ د ملي اسمبلې غونډه کې د وروستیو ټاکنو د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤول کسان هم په ډاګه کړل چې په غبرګون کې یې د شپې پر کور چاپه وهل شوې ده.
دوی د خپل ګوند د مشر پر کور چاپه غندلې، پر ضد يې نن (دوشنبې) ماسپښين درې بجې د احتجاجي لاريونو جوړېدو اعلان کړی او ويلي يې دي چې ګوند او مشرتابه یې په دې ډول کړنو نه ډارېږي.
خو د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د اطلاعاتو په مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د محمودخان اڅکزي پر کور د چاپې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوليسو د محمودخان اڅکزي د کور مخې ته د يوې ځمکې د غصب ختمولو په موخه اقدام کړى.
هغه ویلي چې دغه ځمکه د محمودخان اڅکزي د يوه شخصي ساتونکي له خوا ساتل کېده چې د پوليسو د کار مخنيوي په تور نيول شوى دى.
دی زياتوي، په هر ځاى کې چې دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې، دولت به يې د بېرته راګرځولو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
Views: 11