د بنګلهدېش د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد پلازمېنه ډاکا کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې دغه اورلګیدنه تېره شپه له یوه رسټورانټ څخه پیل او وروسته ټولې شپږ پوړیزې ودانۍ ته وغځېده.
سرچینې زیاته کړې چې د اورلګیدنې له امله ۴۴ کسان مړه او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له قوله، اورلېګدنه د اطفایې پولیسو له دوو ساعتونو هڅو وروسته مهار شوی او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
بنګلهدیشي ځواکونو ویلي چې ښايي اورلګیدنه د ګاز خپرېدا له امله رامنځته شوې وي.
Views: 5