د راپورونو له مخې، د افريقا په الجزاير کې د نړۍ په کچه درېيم لوی او د افریقا په کچه تر ټولو لوی د «جامع الجزایر» په نوم جامع جومات پرانیستل شو.
د الجزيرې د راپور له مخې، د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د دوشنبې په ورځ د شمالي افریقا د مدیترانې په ساحل کې د الجزایر لوی جومات په رسمي ډول پرانیست.
سرچینې لیکلي چې یاد جومات په یوه وخت کې د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري او دغه جومات له د سعودي عربستان تر حرم شریف او مسجد نبوي وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی جومات دی.
په راپور کې راغلي، د ياد جامع جومات منار چې ۲۶۵ متره لوړوالي لري د نړۍ تر ټولو لوړ منار دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جومات مساحت ۲۰۰ زره متر مربع دی او د لمانځه لوی سالون یې په فيروزهيي فرش باندې فرش شوی دی.
الجزیرې لیکلي چې یاد جومات د اوو کلونو په اوږدو کې د څه باندې ۹۰۰ میلیون ډالرو په لګښت، په عصري بڼه د یوه چینایي شرکت له خوا جوړ شوی او د چورلکې د ناستې ځای او یو کتابتون لري چې د یو ميلیون کتابونو د ساتلو وړتیا لري.
Views: 85