د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو یو سرتېری یې د غزې جګړې پر خلاف په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت مخکې ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
د امریکا د هوايي ځواکونو ویاند د کب په ۷مه، خبریالانو ته وویل، چې دغه معترض سرتېري د خپلو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې، د امریکا د هوايي ځواکونو دغه غړي چې په خپل ټېلېفون باندې خپل فلم هم اخیسته، چېغې یې وهلې: «فلسطین ازاد کړئ» او بیایې ځان ته اور واچوه.
په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، یو کس په نظامي لباس کې ښودل کېږي چې وايي نه غواړي په غزې کې په «نسل وژنې کې شریک» وي.
د پوځ ویاند وویل چې په دې اړه نور جزیات وروسته خپرېږي.
په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سفارت مخې ته په غزې کې د جګړې پیل کیدو راهیسې څو ځلې مظاهرې شوې. د متحده ایالاتو په پایتخت کې د فلسطین او اسرائیل په پلوۍ هم مظاهرې شوي خو ټولې یې سوله ییزې وې.
په غزې کې د حماس- اسرائیل تر منځ جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې شاوخوا ۱۲۰۰کسان وژل شوي و.
خو په غزې د اسرائیل ځوابي بریدونو کې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی تر دې دمه نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.
Views: 11