د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وايي، د دوحې په ناسته کې پر اقتصادي او سیاسي اړتیاوو، د بشري حقونو د درناوي پر اهمیت او له افغانانو سره د اړیکو د دوام پر اړتیا خبرې شوې او په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه اجماع موجود ده.
د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د روان کال د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د طالبانو د پلاوي له شتون پرته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش تر مشرۍ لاندې په قطر کې جوړه شوه چې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري، دغهراز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کړی و.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياءاحمد تکل ویلي وو چې په دې غونډه کې د طالبانو پلاوى ګډون نه کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د هېوادونو تر منځ پیاوړې اجماع شته او هېڅ هېواد نه غواړي چې له افغانستانه د «ترهګرۍ ګواښ» پېښېدو شاهد وي.
هغه لیکلي، ټول هېوادونه د ښځو پر مخ د کار او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي.
نوموړي دغهراز لیکلي چې د دوحې په ناسته کې پر اقتصادي او سیاسي اړتیاوو، بشري حقونو ته د درناوي پر اهمیت، له افغانانو سره د دوامداره تعامل پر اړتیا او د سرپرست حکومت پهتړاو خبرې شوې دي.
د هغه په وينا، په دوحه کې د يادو هېوادونو د استازو په غونډه کې د افغانستان د اقتصاد په اړه د دغه هېواد له خلکو سره څرګندې ژمنې واورېدل شوې او د تېر کال د مرستو هڅې هم وارزول شوې.
هغه ویلي چې د افغانستان اقتصادي ثبات یوې داسې پرمختیايي تګلارې ته اړتیا لري څو افغانانو ته راتلونکی اقتصادي مالکیت ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوحې له غونډې وروسته وویل چې ګډونوال د مهمو مسایلو پهتراړ سلا شوي وو او موافقه یې وکړه چې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره نورو سلامشورو ته اړتیا ده.
طالبانو پرلهپسې ټینګار کړی چې افغانستان د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري.
Views: 7