د افغانستان د یو شمېر پخوانیو ملي لوبغاړو په ګډون په کاناډا کې د (افغان کاناډا اتلانو) په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه.
دغه لوبډله په کاناډا کې د یو شمېر هغو افغانانو لخوا جوړه شوې چې پخوا یې په افغانستان کرکټ بورډ کې په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
په دوی کې هر یو ډاکټر نور علم فرید چې کلونه یې په شمال کې د کرکټ خدمت کړی او د هغه سیمې مسوول پاتې شوی دی.
دغه راز شېراغا همکار د کلونو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مدیر یا د منېجر په توګه او نورو برخو کې هم دندې ترسره کړې دي. د دوی درېیم ملګری عابد صاحبزاده نومېږي.
د دولت ځاځي په نامه د افغانستان د کرکټ پخواني کارکوونکی د (افغان کاناډا اتلانو) لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
ډاکټر نور علم فرید وصال ټلوېزیون ته وویل، چې په دې لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلې ، د نولس کلنو او فرسټ کلاس لوبغاړي شامل دي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان پخوانی ملي لوبغاړی منیر کاکړ د دې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی او یو شمېر نور مشهور پخواني ملي لوبغاړي په کې شته دی.
ډاکتر فرید وایي، چې دوی به دې لوبډلې ته دمګړۍ په خپلو لګښتونو تمریناتې اسانتیاوې، د ظرفیت لوړوالو مهارتونه برابروي او د کاناډا کرکټ ادارې سره به یې رسمي ثبتوي.
د هغه په وینا، اوس هم د کاناډا د کرکټ ملي لوبډله کې دوه افغانان لوبیږي او دوی به هڅه وکړي چې له دې نوې جوړې شوې لوبډلې څخه پیاوړي لوبغاړي د کاناډا ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.
ډاکټر فرید وایي، په همدې موخه دا لوبډله به د کاناډا په ټولو کورنیو سیالیو او ټولو لیګونو کې برخه اخلي او دوی به هڅه کوي چې نړۍوالو لیګونو ته هم دغه لوبغاړي ور وپیژني.
Views: 499