سریلانکا د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز ددرېیو لوبو لړۍ یې هم وګټله.
دا لوبه چې نن د سلواغې په ۳۰مه، ترسره شوه، پچه یې سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د سریلانکا لوبغاړو یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۸۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت عمرزي او محمد نبي دوه دوه، فاروقي او نوین الحق یو یو لوبغاړی وسوځولو.
د افغانستان لوبغاړو یوځل بیا د هدف ترلاسه کولو کې ناکامه شول او ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېدله، دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۷۲ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري کریم جنت ۲۸ او محمد نبي ۲۷ د پام وړ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې سریلانکا په ټسټ او یو ورځنیو لوبو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
Views: 96