روسیه وایي، د افغانستان سرپرست حکومت غوښتنو په پام کې نیولو سره یې پرېکړه کړې چې دوحه کې د افغان مدني فعالانو په ناسته کې ګډون نه کوي.
قطر کې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربهتوب تېره ورځ (د سلواغې ۲۹مه) پیل شوی او نن هم دوام لري خو طالبانو د دوحې کنفرانس کې ګډون ونه کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، که د دوحې په غونډه کې د افغان پلاوي او م.م ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضح خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د دوی له خوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
د راپورونو له مخې، افغان ژورنالیست لطفالله نجفيزاده او درېیو مدني فعالانو (محبوبه سراج، شاهګل رضایی او میترا مهران) هم یادې غونډې ته وربلل شوي دي.
په افغانستان کې د روسیې سفارت نن یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «افغان حکومت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتریش له خوا د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په غونډه کې د بلنې شرطونه د منلو وړ نه دي. د افغان حکومت استازو ته وړاندیز شوی چې یوازې په فرعي غونډو کې برخه واخلي.»
سرچینه زیاتوي چې د دې ناستې تنظیم کوونکو د افغانستان په استازیتوب د ګډون لپاره د کابل غوښتنې هم له پامه غورځولې او په دې توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي قطر ته له تګ څخه ډډه وکړه.
په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ دا دریځ د توجیه وړ ګڼو.»
د روسیې سفارت وایي، هېواد یې په دې توګه پرېکړه وکړه چې د افغان چارواکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره، دوحه کې په هغه ناسته کې ګډون نه کوي چې «تش په نامه» افغان مدني فعالان په کې ګډون کوي.
سرچینه زیاتوي چې د یادو مدني فعالانو ټاکنه په غیرشفافه توګه او د کابل لوري په نه شتون کې شوې ده.
Views: 8