د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو سرمنشي سره د افغانستان پر بشري وضعیت او هلته د تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې.
د قطر دولتي اژانس (قنا) د سلواغې په ۳۰مه، خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش نن په دوحه کې د دغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستانپر وروستیو حالاتو، د دوحې کنفرانس او د غزې پر حالت باندې خبرې وشوې.
د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په سرپرستۍ کې پرون جوړه شوې وه، نن پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر بشري وضعیت او هلته پر تلپاتې سولې او امنیت باندې هم خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې پر اوربند د ټینګار ترڅنګ وویل چې هېواد یې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې هېواد یې په هره برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ملګرو ملتونو د هغو هڅو ملاتړ هم کوي، چې افغانستان کې د دیمې سولې او امنیت لپاره یې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان او غزه کې د شخړو د هواري لپاره د قطر د هلو ځلو او ملاتړ ستاینه وکړه.
Views: 9