د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سمیعالحق حقبیان وويل، تېره شپه د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د ډېر ورښت له امله غر ښویېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۲۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي، د پنځو کسانو مړي موندل شوي او د نورو جسدونو لټون روان دی.
د نورګرام ولسوال قاري حبيبالله صابر وايي، دغه پيښه تېره شپه رامنځته شوې چې له امله يې نږدې ۸۰ کورونه ويجاړ شوي دي.
د هغه په خبره، دا مهال هم د ژغورنې عمليات روان دي او له خاورو يې له شلو ډېر مړي را ايستلي او یو شمير نور کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
د سیمې اوسېدونکي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي وايي که له مرکز پارون او يا هم نورو ولايتونو ژغورونکې ډلې ورنه شي د مرګژوبلې شمېر به ډېر شي.
Views: 7