د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه ناسته د بندو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې پیل شوه، بلخوا کوربه هېواد قطر د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو هرکلی کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربه توب نن د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹مه) پیل شوه.
سرچینې زیاته کړې چې په دې کنفرانس کې د نورو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش هم ګډون کړی دی.
د قطر په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفه په خپلې پرانیستونکې وینا کې یو ځل بیا له افغانانو سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې هېواد به یې له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي.
الخلیفه وویل، چې دوی د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي وړاندیزونه رغنده، هر اړخیز او د افغانستان په تړاو یو مثبت اقدام دی چې دوی یې هرکلی کوي.
د هغه په وینا، دا وړاندیزونه یوه روښانه د لار نقشه او سیاسي مېکانېزم برابروي او کولی شي چې په افغانستان کې د نړېولې ټولنې د ښکېلتیا لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
د قطر دغه چارواکي وړاندیز وکړ، که پر دې وړاندیزونو د افغانستان سرپرست حکومت سره مشورې وشي، نو ډېر ګټور به وي.
ده زیاته کړه، چې هېواد به یې د داسې کنفرانسونو کوربه توب ته ادامه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي چې د دوحې په غونډه کې د امریکا، کاناډا، چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، د کوريا جمهوريت، روسيې، سعودي عربستان، سويس، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان، متحدو عربو اماراتو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاريو سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان استاري ګډون کوي.
تر اوسه د دې ناستې د لومړۍ ورځې جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به له افغانستان سره د تعامل د زیاتولو او له دغه هېواد سره د لا همغږۍ په اړه خبرې کېږي.
د ملګرو ملتونو سیاسي او د سولې جوړونې چارو دیپارتمنت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:” د دوحې په دویمه ناسته کې بحثونه به د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې ترسره شي کوم چې غړي هېوادونه هڅوي چې په هیواد کې د نړیوالې ښکېلتیا د زیاتولو په اړه غور وکړي. ”
په دې اعلامیه کې راغلي د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کونکی فریدون سینیرلی اوغلو به په دوحه کې د خپلواکې ارزونې او د هغې وړاندیزونو پورې اړوند بحث کې برخه واخلي.
د دوحې په غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي پر ګمارنه هم بحث وشي؛ هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.
بلخوا تر دې ناستې مخکې د افغانستان په تړاو د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو جلا جلا ناستې کړې دي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پر اېکس شبکې لیکلي، چې د امریکا، او یو شمېر نورو هېوادونو استازو سره یې د دوحې کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دوحې ناستې په ترڅ کې به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازيو ترمنځ درې کاري غونډې جوړې شي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به وينا وکړي او د ورځې په پاى کې به د هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره یوه دوه ساعته ناسته ولري.
په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب لطف الله نجفي زاده، ميترا مهران، شاه ګل رضايي او محبوبه سراج هم شتون لري.
په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ، چې دا غونډه بې ګټې ده او دوی پکې ګډون نه کوي.
Views: 14