ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کرمان ولایت کې یوه کس د خپل پلار په ګډون د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دغه ولایت د څارنوال له قوله لیکلي: «یوه ۳۰ کلن سړي د کورنۍ شخړې له کبله په کلاشینکوف باندې ۱۲ کسان وژلي، په وژل شوو کسانو کې یې پلار هم شامل دی.»
سرچینې د یادې کورنۍ شخړې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو وايي چې بریدګر له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
په ایران کې دا ډول پېښې معمول نه ګڼل کېږي، په دغه هېواد کې خلکو ته د وسلو لرلو اجازه نشته او یوازې د ښکاري ټوپک د لرلو اجازه لري.
د فرانس پرېس اژانس د راپور پر اساس، له دې مخکې په جنورۍ میاشت کې یوه بل کس بیا د ایران د کرمان په یو پوځي مرکز کې پنځه کسان وژلي وو او وروسته تښتېدلی و. مقامات وايي چې دغه کس غوښتل د عسکرۍ په خدمت کې شامل شي.
Views: 13