د دوحې ناستې په درشل کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې وایي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنه محمد سره یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري پرون له دې لیدنې خبر ورکړی دی.
هغې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې اوسني سیاستونه د سیمې د ښځو د حقونو لپاره ګواښ دي.
امیري ویلي چې په یاده ناسته کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار شوی دی.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې رینا امیري د دوحې په ناسته کې چې د دوو راتلونکو ورځو لپاره (د سلواغې ۲۹مه او ۳۰مه) په قطر کې تر سره کېږي، ګډون کوي.
طالب چارواکو تر اوسه له امنې سره د رینا امیري د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې د ښځو په ګډون د هېواد د ټولو وګړو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي.
Views: 8