سریلانکا د شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر سره ماتې ورکړه .
دا لوبه چې د شنبې په ورځ (دسلواغې په ۲۸مه) د سریلانکا په ډمبولا ښار کې تر سره شوه، پچه یې افغانستان وګټله اولومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د سرلانکا لوبغاړو ډېره تېزه لوبه پیل کړه او اټکل کېده چې ۲۰۰ او یا هم ۱۸۰ منډې به وکړي، خو په وروستیو کې افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او د سریلانکا لوبډله یې ۱۶۰ منډو ته محدوده کړه.
د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي ۳، نوین الحق او عظمت عمرزي دوه دوه نور احمد او کریم جنت یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان لوبډلې یاد هدف ته نږدې شوی و او په وروستي اوور کې لس منډې په کار وې، خو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې له پیل راهیسې میدان کې ولاړ و، ونه شو کولی چې په لومړیو څلورو توپونو کومه منډه واخلي او افغانستان په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۶ منډې وکړې .
دغه راز سریلانکا دا لوبه د څلورو منډو په توپیر سره وګټله.
تر دې مخکې سریلانکا له افغانستان څخه یوه ټسټ لوبه او درې یوه ورځنۍ لوبې هم ګټلې وې.
Views: 11