د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریېو نړېوالو شل اوریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړې ده.
ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي لوبډلې مشري به د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ولري، ځکه چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن او سلیم ساپی د ناروغتیا له امله تر درملنې لاندې دي.
په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد ګډون لري.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مسوول احمدشاه سلیمانخېل وايي: «د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، ترڅو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وې روزو.»
د یادونې وړ ده چې سریلانکا په یوه ټسټ لوبه او دوو یوه ورځنیو نړۍوالولوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې ده.
Views: 331