اسټرالیا په پای لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکړلو د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ چې په سویلي افریقا کې ترسره شوې، د یکشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۲مه) د پای لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
اسټرالیا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۳ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ.
خو د هند لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۴ منډو وسوځېدله. دغه راز اسټرالیا دا لوبه د ۷۹ منډو په ستر توپیر سره وګټله او ددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په دې سیالیو کې افغانستان هم برخه اخیستې وه او شپاړسم مقام یې خپل کړ.
اسټرالیا تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې د ټسټ سیالیو اتلولي، د یوه ورځني کرکټ نړۍواال جام او د ښځو شل اووریزو سیالیو نړۍوال جام اتلولۍ ګټلې وې.
Views: 12