سریلانکا له یوې په زړې پورې سیالۍ وروسته افغانستان ته په لومړۍ یوه ورځنۍ نړېواله لوبه کې ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۰مه، د سریلانکا په پالی کیلی لوبغاړي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه وکړه.
خو د افغانستان دا پرېکړه ناسمه ثابته شوه، ځکه چې د سریلانکا د پیل دوو لوبغاړو د ۱۸۲ منډو ملګرتیا وکړه، سریلانکایي لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او یواځې د درېیو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۸۱ منډې جوړې او افغانستان ته یې د ۳۸۲ منډو هدف ورکړ.
د سریلانکا له لوري نسانکا غبرګه سلیزه ووهله او ۲۱۰ منډې جوړې کړې، دا لومړی ځل دی چې د سریلانکا یو لوبغاړی غبرګه سلیزه وهي. د افغانستان له لوري فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول.
د یاد هدف ترلاسه کولو په موخه چې کله افغانستان منډې پیل کړې، نو په ۵۰ منډو پنځه لوبغاړي وسوځېدل، ګربز یوه، ابراهیم څلور، رحمت او حشمت اوه اوه او ګلبدین نایب ۱۶ منډې جوړې کړې.
خو وروسته عظمت الله عمرزي او محمد نبي د ۲۴۰ منډو ملګرتیا وکړه او دواړو سلیزې هم ووهلې، دا په یوه ورځنیو لوبو کې د نبي دویمه او د عمرزي لومړۍ سلیزه وه. عمرزی په ۱۴۹ ناسوځېدلی پاتې شو او نبي په ۱۳۶ منډو وسوځېد.
د ا فغانستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره د ۳۳۹ منډې جوړې کړې او دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۴۲ منډو په توپیر سره وګټله.
Views: 33