د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ګڼ شمېر ملي او نړېوال ریکارډونه جوړ شول.
دا لوبه چې نن د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۰مه، د سریلانکا په پالی کیلی لوبغاړي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه وکړه.
سریلانکا د درېیو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۸۱ منډې جوړې کړې خو افغانستان یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۴۲ منډو په توپیر سره وګټله.
د سریلانکا د پیل لوبغاړي پاتو سریلانکا چې ۲۱۰ ناسوځېدلی منډې یې جوړې کړې، لومړی سریلانکایي لوبغاړی شو، چې په یوه ورځنیو نړېوالو لوبو کې یې غبرګه سلیزه ووهله، ترې دې مخکې د سریلانکا بل مشهور لوبغاړي سانت جایسوریا ۱۸۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز نسانکا په یوه لوبه کې ډېرې ۱۲۸ منډې په څلوریزو او شپږیز ترلاسه کړې چې د دغه هېواد لپاره تر ټولو زیاتې دي، تر دې مخکې جایسوریا ۱۱۰ منډې ترلاسه کړې وې.
د افغانستان لوبغاړو محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم په دې لوبه کې یو شمېر ملي ریکارډونه جوړ کړل، دواړو لوبغاړو د ۲۴۲ منډو ملګرتیا وکړه، چې د افغانستان له لوري د شپږمې ویکټې تر ټولو زیاته ملګرتیا ده.
دغه راز دا په نړېوال ریکارډ کې هم د شپږم وېکټ تر ټولو ستره دویمه ملګرتیا ده.
افغانستان په دې لوبه کې ۳۳۹ مندې جوړې کړې، چې په یوه ورځنیو لوبو کې د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې دي، تر دې مخکې افغانستان په یوه لوبه کې ۳۳۸ منډې د ایرلینډ پر وړاندې کړې وې.
د محمد نبي او عظمت د ۲۴۲ منډو ملګرتیا د افغانستان لپاره د هرې ویکټې لپاره دویمه ستره ملګرتیا هم ده.
دغه راز محمد نبي د نړۍ شپږم لوبغاړی شو، چې په ډېر عمر کې یې سلیزه ووهله، د کرېک انفو د معلوماتو له مخې، د محمد نبي عمر ۳۹ کاله او ۳۹ ورځې دي.
عظمت الله عمرزي هم په دې لومړۍ کې د خپل کرکټ په تاریخ کې لومړۍ سلیزه ووهله.
په یوه لوبه کې د دوو لوبغاړو لخوا سلیزې وهل، دا څلورم ځل دی چې افغان لوبغاړو دغه کار نامه ترسره کړه.
Views: 718