د پاکستان د پارلماني ټاکنو دوولسم پړاو ټاکنې نن سهار په دغه هېواد کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په څه باندې ۹۰ زره مرکزونو کې پیل شوې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد اوسېدونکي نن (پنجشنبه، د سلواغې ۱۹مه) په ځایي وخت سهار اته بجې پارلمان کې د خپلو استازو ټاکلو لپاره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل او دغه پروسه به د مازیګر تر ۵ بجو دوام ومومي.
د سږ کال په ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون نفوس څخه ۱۲۸ میلیون او ۵۸۵ زره او ۷۶۰ کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي چې څه باندې ۶۹ میلیون او ۲۶۳ زره یې نارینه او څه باندې ۵۹ میلیون او ۳۲۲ زره یې ښځې دي.
د پاکستان اوسېدونکي به په ټوله کې ۹۰ زره او ۶۷۵ شعبو او ۵ زره او ۱۲۱ نوماندانو ته چې ۲۶۶ چوکیو لپاره رقابت کوي، رايې ورکړي.
په نننیو ټاکنو کې «د پاکستان مسلم لیګ ګوند» چې نوماند یې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف دی، د تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان دی او اوسمهال زندان کې دی او د خلکو ګوند چې مشر یې بلاول بوټو زرداری دی، مخکښ ګوندونه دي.
د پاکستان د ټاکنو د کمېسیون رییس پرون (چهارشنبه) ویلي، دغه کمېسیون د پاکستان په ټولو سیمو کې د عادلانه او شفافو ټاکنو ترسره کېدو چمتووالی نیولی دی.
یادې ټاکنې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوي، له همدې امله د پاکستان کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د د امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه ټول پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفونونو خدمات د لنډمهال لپاره وځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په بلوچستان کې دوه بریدونه وشول او د راپورونو له مخې، یادو بریدونو کې ۲۶ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پارلماني ټاکنې وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې چې د تحریک انصاف ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې او د عمران خان په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ.
Views: 7