د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپاره هم کنګل وي.
سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن له خولې ویلي چې دغه پیسې به د یوه بل کال لپاره هم د افغانستان د بشري بحران او له هغه څخه د پیدا شوي ګواښ په اړه به یې ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱ نېټې وروسته هم د اجرا وړ وي.
دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه خپور شوی و، د افغانستان د مرکزي بانک ګنګل شوې شتمنۍ د ملي اضطراري حالت په دغه اجرايي فرمان کې شاملې دي.
د قانون له مخې، دا ډول ملي فرمانونه په خپله لغوه کېږي، خو که ولسمشر یې له یو کال تېرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د فدرال په جریدې کې د تطبیق دوام خپور کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي، بیا نه لغوه کېږي.
سپینې ماڼۍ د سلواغې په ۱۸مه (د چهارشنبې په ورځ) د ولسمشر جو بايډن له خولې لیکلي: «د دې مادې پر اساس، دا لاندې اعلامیه مې د فدرال جریدې ته د خپرېدو لپاره واستوله او څرګنده مې کړه چې په افغانستان کې لوی بشري بحران او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په کتو، دا اضطراري حالت چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان کې درج شوی، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نېټې وراخوا هم د اجرا وړ دی.»
ولسمشر بایډن زیاته کړې چې د افغانستان د مشخصو شتمنیو ساتل د دغو اضطراري حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي. د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دا شتمنۍ ساتي.
دا په داسې حال ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اونۍ په کابل کې «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» غونډه کې یو ځل بیا له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنې پرېږدي.
د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې «اقتصادي ملاتړ، اوبو، روغتیا، حفظ الصحې، سرپناه» او د غذايي مصونیت په برخو کې د افغانانو بېړنۍ اړتیا او همدغه راز «بشري بحران او د اقتصادي سقوط احتمال» هغه غیر عادي ګواښونه دي چې د «متحدو ایالتونو ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یې فوقالعاده تهدید متوجه کړی» دی.
بایډن ویلي چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلابېل اړخونه د افغانستان بانک په دغو شتمنیو باندې حقوقي ادعاوې لري او یا یې د حقوقي ادعا د کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست په ۱۵مه نېته په کابل کې د جمهوریت له سقوط وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان بانک څه باندې ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې چې د اوسني حکومت لاس ته ولاړې نه شي.
له دغو شتمنیو څخه یې اووه میلیارد په نیویارک کې د فدرال په زیرمو کې ساتل کېدل چې بیا یې ۳.۵ میلیارد په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته انتقال شوې.
جو بایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د فبرورۍ په ۱۱مه نېته د ګنګل شوو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکړه او پاتې برخه یې په متحدو ایالتونو کې ګنګل دي.
تېرکال په متحدو ایالتونو کې یوې محکمې پرېکړه وکړ چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو غړي د دغو ګنګل شوو شتمنیو مستحق نه دي.
د افغانستان بانک په ۲۰۲۲ کال کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د جو بایډن وروستی اجرايي فرمان غیر عادلانه او د نه منلو وړ بللی او دا شتمني یې د افغانستان د خلکو ملکیت بللې ده. د افغانستان بانک غوښتنه کړې څو د دغه تصمیم په اړه تجدید نظر وشي.
Views: 13