د برېتانیا شاهي ماڼۍ (باکینګهام) اعلان کړی چې د دغه هېواد پاچا درېیم چارلز د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی دی.
د برېتانیا شاهي ماڼۍ پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د برېتانیا د پاچا د پروستات وروستي عملیاتو پر مهال ډاکټرانو د هغه بله ناروغي تشخیص کړې چې په نورو معایناتو کې یو ډول سرطان پېژندل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د درېیم چارلز درملنه پیل شوې او هغه به په دې دوره کې په معمولي ډول خپلو اداري او دولتي چارو ته دوام ورکړي، خو په ټولنیزو غونډو کې به یې ګډون کم وي.
د برېتانیا ۷۵ کلن پاچا تېر ميلادي کال د خپلې مور دویمې ملکې اليزابت له مړینې وروسته د دغه هېواد پاچا شو.
هغه تېره میاشت د پروستات ناروغۍ درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوی و.
Views: 6