رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه جومات او د فلسطینیانو پر کورونو هوایي بریدونه کړي چې پایله کې یې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.
الجزیرې خبري شبکې نن پرخپله اېکسپاڼه لیکلي: «نن سهار د غزې په مرکزي سیمه کې پر کورونو او یو جومات د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.»
سرچینې زیاته کړې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۷ زره او ۳۶۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۶ زره او ۶۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په یاده جګړه کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان هم وژل شوي او تر پنځه زره پورې نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د سلواغې میاشتې په ۱۳مه په یوه راپور کې ویلي وو چې پر غزه د اسرائیلي ځواکونو بریدونو له پیل راهیسې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې دي.
Views: 11